د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته څېرمه د طالبانو له لوري له پاکستانه د جبري ویستل شویو افغان کډوالو لپاره په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې مېشت راستانه شوي د سرپناه او پاکو اوبو د نشتوالي او د لومړنیو خوراکي توکو له نا منظم وېش شکایت کوي. راستانه شوي وایي، په جوړ شوي پنډغالي کې ورته کافي خېمې او نورې اسانتیاوې نشته او په سړه هوا کې له خپلو کورنیو سره ورځې شپې سبا کوي، چې له امله یې کوچني اولادونه په ډول ډول ناروغیو اخته شوي. راستنې شوې کورنۍ زیاتوي، په ځلونو یې د یادو ستونزو د حل