د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناءالله وايي، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله ځانګړې غونډه به پر دې تمرکز وکړي، چې څنکه وکولای شي د افغانستان خاوره د هند لهخوا ونهکارول شي. نوموړي د دوشنبې په ورځ د کب ۲۷مه، له جیونیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان خلاف وسلهوالو ته پټنځایونه ورکړي او هند د هغوی تمویل کوي. نوموړي همداراز زیاته کړې، دا غونډه یوازې پر دې تمرکز نه کوي چې طالبان بېطرفۍ ته قانع کړي، بلکې که دا ډله د پاکستان غوښتنه ونهمني او په افغانستان کې