په هرات کې له څو مودې راهیسې شیعه عالمان په شکمن ډول وژل شوي دي . په تازه پیښه کې د تیرې جمعې په ورځ په موټرسایکل سپرو نامعلومو وسلوالو په برید کې د دوو دینې عالمانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې د دغه ښارپه دیارلسمه ناحیه کې د خادم حسین هدایتي او رجب اخلاقي په نومونو دوه نور دیني عالمان هم وژل شوي وه. البته د دې مخکې هم په د ښار ځای د عید محمد اعتمادي په نوم یو بل شیعه عالم د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي وه.