د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په خوست او سمنګان کې یې پنځه کسان د «اخلاقي فساد» په تور په «دُرو» وهلي دي. نوموړې محکمې پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ په جلا خبرپاڼو کې لیکلي چې دوو کسانو ته یې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې «سزا» ورکړې ده. د یادې محکمې په خبره، دا کسان هر یو په ۳۹ – ۳۹ دُرو محکوم شوي دي. ورته مهال، یادې محکمې ویلي چې په سمنګان کې یې هم درېیو کسانو د «زنا» په تور «سزا» ورکړې ده. د محکمې په خبره، دا کسان هم ۳۹ – ۳۹ دُرې