موږ د جمهوریت د رانسکورېدو او د طالبانو د بېرته راتګ درې کاله په درشل کې یو. د طالبانو له راستنېدو راهیسې په تېرو دریو کلونو کې، د دې ډلې سیاسی مخالفین اوس هم د سیمې او نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرته له دې چې یووالی ترلاسه کړي، پریشان ګرځي. د یوه جامع چتر لاندې د طالبانو د مخالفینو د هماهنګۍ نشتوالی د دې لامل شوی، چې دوی د افغانستان تر ټولو تریخ خو د نه بدلیدونکي حقیقت په توګه نړۍ ته د طالبانو نوم ورکړي او ځینې هیوادونه له دوی سره تعامل ته داخل شوي دي.