د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافېرې کرن ډېکر ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. ډېکر د چهارشنبې پر شپه د تلې پر ۱۱مه، د اېکس پر ټولنیزه شبکه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او پر بشري ناورین د غور لپاره به هڅې به وکړي. نوموړې دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د مخکیني ځانګړي استازي تام وېسټ له ماموریته مننه کړې ده. دې امریکايۍ ډیپلوماټې زیاته کړې: «زه په