د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ریيس معصوم ستانکزی د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وايي: «هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی و، خپله په کې سوځي.» نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکې دې خپلو هغو سیاستونو ته زیر شي، چې له امله یې په سیمه کې اور بل کړی دی. ستانکزي پر طالبانو هم غږ کړی او پوښتنه یې ترې کړې، چې د خواږو ترڅنګ یې ولې ټول خلک ترې تښتي؟ د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت یاد پخواني ریيس په سیمه په