محمد بن عبدالکریم العیسی د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان سرمنشي ویلي چې اسلامي شریعت نجونو ته د زدهکړو حق ورکړی او هغه دلایل چې نجونې د زدهکړو حق نه لري له اسلام سره په ټکر کې دي. هغه ویلي، په اسلام کې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه شته. د اسلامي هېوادونو د همغږۍ سازمان دغه مشر اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ د هغو کسانو مذهبي دلایل نه منو چې د اسلام په نوم د نجونو د زدهکړو مخنیوی کوي.» هغه د نجونو