ډیلی ټلګراف ورځپاڼې په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې د ښځو په وړاندې د طالبانو د پالیسۍ جدی تناقضات ښیي پداسې حال کې چې طالبانو ښځې د مذهبی تعلیماتو پر بنسټ له ډیرو اساسي حقونو او ټولنیزو فعالیتونو څخه بې برخې کړی دی، دوی له هغوی څخه د څارنې او ظلم لپاره د جاسوسانو په توګه هم کار اخلي. د ټلګراف په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ښځو یوه ډله استخدام کړې ترڅو هغه کسان وپیژني چې د دې ډلې له اصولو څخه سرغړونه کوي. دغه ښځې، چې ځینې یې په زوره