د طالبانو تر واک لاندې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې د مرغومې ۸مه، یې د یوې بولۍ له لارې ۷۶۳ قیراطه زمرود د ۳۹،۲۱۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي دي. په پنجشیر کې د طالبانو ولایتي ویاند سیف الدین لټون ویلي چې په دې بولۍ کې د پنجشیر د سوداګرو ترڅنګ له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا سل تنو پانګوالو هم برخه اخیستې وه. د لټون په وینا؛ په دغه ولایت کې د زمرودو د کانونو قانوني استخراج او ازادې سوداګرۍ کې زرګونه کسان په کار بوخت دي او د پخوا پرتله اوس کاروباریان له