د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کونړ ولایت د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره به سره صلیب او سره میاشتې ټولنې ته ۵۰۰ زره یورو ورکړي. د ایرلنډ د لومړي وزیر مرستیال، سایمون هریس، ویلي چې دې زلزلې په سیمه کې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د ژغورنې عملیات به سخت وي، ځکه چې سیمه غرنیزه او لرې پراته ده او ځمکني ښویدنې او بندو لارو له امله زیانمنو شویو سیمو ته رسیدل وخت نیسي. هریس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بېړني اقدامات وکړي او د زلزلهځپلو ملاتړ وکړي. د ایرلنډ حکومت روان کال هم