د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید یوه لار پیدا شي، ترڅو خپل مسیر بدل کړي. هغه په همدې حال کې د حساب ورکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی. بېنټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، ویلي چې د طالبانو وروستی اقدام یو نوی ظالمانه اخلاقي قانون دی چې نه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم زیاتوي، بلکې له دې هاخوا پر ټول نفوس،