د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په يوه عبادتځای کې د اهل تصوف پر لمونځ کوونکو د بريد په غبرګون کې ويلي چې مذهبي اقليتونه په هېواد کې لا هم له جدي خطر سره مخ دي. بېنټ د دې بريد په ترڅ کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل د خواشينۍ وړ بللي او د هغو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. هغه نن ماښام جمعه، د ليندۍ ۲مه پر ایکس ليکلي: «مذهبي اقليتونه لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي. ټول