کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي، چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي، دا پېښه تېره شپه جمعه، ۲۶ د زمري، د وټپه پور ولسوالۍ اړوند «ګمبیر» سیمه کې رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي، د دغې پېښې له امله د یادې کورنۍ درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې