د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، له روسیې سره د دې ډلې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي. حافظ ضیاء احمد تکل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل، طالبان او روسیه د سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اونۍ مسکو د طالبانو د مخالفانو د یوې غونډې کوربه و. په مسکو کې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه د «افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ» تر سرلیک