د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې دوی به ډېر ژر په دې هیواد کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي. د سپوټنیک خبري اژانس له راپور سره سم، کابلوف نن جمعه، ۱۳ د تلې، د «مسکو فرمټ» تر شپږمې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو لپاره په لوړه کچه تصمیم نیول شوی دی، خو دا بهیر باید تر قانوني مراحلو تېر شي. تر دې وړاندې هم د روسیې ځانګړي استازي ويلي و چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو