په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولان وایي، په تېرو دریو ورځو کې یې ۲۳۰ تنه هغه هټېوال د کلدارو د کارولو په تور بندیان کړي چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو له لوري په ځلونو د کلدارو د نه کارولو سپارښتنې ورته شوې وې. په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۱مه) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰ تنه هټېوال يې د کلدارو کارولو په تور د دغه ډلې عدلي او قضایي ادارو ته سپارلي او هټۍ