د طالبانو د پوهنې وزارت د پوهنې ریاستونو ته امر کړی چې خپله ۱۹۰ زره بودجه دې پر افغانستان د دغې ډلې واک ته د رسېدو د درېیمې کلیزې د لمانځنې لپاره ولګوي. دا مکتوب دوشنبه د زمري پر ۲۲مه په کابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري د دغه ښار د پوهنې ریاستونو ته لېږل شوی او په منځپانګه کې یې د ولایتونو د پوهنې ریاستونه هم شاملېږي. په دغه مکتوب کې راغلي: «د هر ولایت د پوهنې ریاست تر ۱۹۰ زره افغانیو لګښت کولای شي. دا پیسې د پوهنې وزارت له لوري اسنادو له وړاندې