کندهار ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ايف اې او) په مالي ملاتړ او د «او ايچ ډبل يو» موسېسې په تخنیکي همکارۍ پر ۱۶ زره بزګرانو د کیمیاوي سرې او د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پېل شوه. د سويلي زون لپاره د «او ايچ ډبل يو» موسېسې مسوول نويد احمد رحمت وايي، دغه ویش یې نن (پنج شنبه، ۲۵ د لړم) پېل کړی، چې د کندهار د ښار ترڅنګ به په ولسوالیو کې هم پېل شي. نوموړی زیاتوي، هر کروندګر ته پنځوس کيلو د غنمو اصلاح شوی تخم، پنځوس کيلو