د ځایي سرچینو د راپورونو پر بنسټ، د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي له تېرو شپږو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د سرچینې په خبره، نوموړی له نږدې یوې اونۍ راهیسې د استخباراتو له خوا د نامعلوم دلیل له امله نیول شوی دی. د عبدالرحیم محمدي ورور له رسانو سره په خبرو کې وویل: «ورور مې تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ تر هغه وروسته بیرته کور ته رانغی چې د استخباراتو له خوا وغوښتل شو او بیا لا درکه شو.» نوموړی وایي چې، د تمدن ټلویزیون د مسوولانو او د خبریالانو د ځایي ملاتړو ادارو