د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فِزر د دغه هېواد په «کولن» ښار کې د ترکي له اسلامي اتحادیې څخه غوښتي چې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې مشر عبدالباري عمر له خوا د دې اتحادیې د کوربهتوب په اړه معلومات ورکړي. د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، نانسي فِزر د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹مه په کولن کې د طالبانو د استازي حضور غندلی او هغه یې د نه منلو وړ بللی دی. فیزر زیاته کړې: «څنګه کېدای شي چې د اتحادیې مرکز د دې موخې لپاره وکارول شي؟» هغې ټینګار کړی