دغه کورنۍ وایي چې د کابل لوېدیځ په وروستۍ یوه میاشت کې د څو چاودنو شاهد و. داوود په دشت برچي کې د تېرې ورځې د برید یو قرباني وو. ۳۷ کلن داوود د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی و. د وژل شوي داوود ورور علي احمد په دې هکله وايي:«غریبکار و او د مزایکو د نصب په برخه کې یې کار کاوه، دوه کوچني بچیان یې پاتې دي او په عمر یې ۳۵ تر ۳۷ پورې وه.» د وژل شوي داوود بل ورور عبدالله هم وویل:«د شپې ۱۰:۰۰ بجې مو حرکت وکړ او سهار اته بجې دلته