د طالبانو اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د سولې انستیتیوت راپور ردوي او بې بنسټه یې بولي. د امریکا د سولې انستیتیوت د نړیوال بانک د راپورونو په ارزولو سره ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له ځواړ سره مخ دی او د کډوالو ستنېدو سره به یې ستونزې لا ډېرې شي. خو د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد په برخه کې پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري. طالبانو د انفلاسیون د کچې کنټرول، د افغانیو ثبات