نن په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو بېړنۍ سرمشریزه ترسره شوه چې پکې ګډونوالو د اسراییل تازه بریدونه په کلکه وغندل. د غونډې په ګډ پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې دغه بریدونه نه یوازې د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دي، بلکې د هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو د بهیر پر وړاندې هم لوی خنډ رامنځته کوي. مشران وایي چې د قطر پر ضد هر ډول تهاجمي عمل د ټولې سیمې د ګډ ژوند، امنیتي توازن او اقتصادي همکاریو ته زیان رسوي. د سرمشریزې هدف د قطر ملاتړ او د نړیوالې