تېره شپه شاوخوا د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د درابان په سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي. د ځايي سرچینو په وینا؛ په دغه برید کې د یو پولیس په ګډون یو تن ولسي وګړی وژل شوي او دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي. لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. همدا راز په شمالي وزیرستان کې نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو د طارق په نوم یو ځوان په ډزو وژلی او له سیمې تښتیدلي دي. د