سرچينې وايي د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې نن پنج شنبه د (لیندۍ ۲مه) د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د امنيتي ملېشو يو قوماندان او د هغه وراره وژل شوي دي. دغه پېښه د تیرا درې په شین کمر سیمه کې رامنځته شوې چې له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، دوه ورځې وړاندې هم په دې سیمه کې د سولې د ملیشې یو بل پخوانی قوماندان هم وژل شوی و. د یوه بل خبر له مخې د خیبرضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپریدي رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه