د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ځايي پولیس وايي، چې مخ پټو وسله والو د لکي مروت ولسوالۍ په قبال خیلو کې نن سهار ۱۶ تنه هغه کارګر تښتولي چې په سیمه کې یې د دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې کار کاوه. ویل کیږی چه وسله والو د کاګرو هغه موټر سوځولی چې دوی په کې سپاره وو. د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ د لکي مروت ولسوالۍ د ځايي پولیسو په حواله ويلي، چې نن سهار پنجشنبه د (مرغومي ۲۰مه) په سیمه کې وسله والو ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر ته یې اور ورته کړی. تېره