د خوست سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اسماعېلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه ځوان «شکنجهشوی» جسد موندل شوی دی. سرچینو پنجشنبه د وږي ۱۲مه، زیاته کړې، چې دغه جسد پنځه ورځې وړاندې کشف او موندل شوی او دمګړۍ د خوست په ملکي روغتون کې دی. د سرچینو په وینا؛ د وژل شوي کس پر بدن د «شکنجې» نښېنښانې لیدل کېږي. سرچینو ویلي، چې تر اوسه د دغه کس کورنۍ او خپلوان نهدي موندل شوي او په جېبونو کې یې هم د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نهشته. ځايي طالب مسوولانو هم پېښه منلې او