له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د یو شمېر طالب چارواکو په ملتیا د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالی ته روان شوی دی. د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پرون په دې وزارت کې دننه د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. د نوموړي د وژنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی. ټاکل شوې ده چې د حقاني د جنازې مراسم نن پنج شنبه، ۲۲ د