د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ بیرته راستنېدنه د دوحې د توافقلیک د بشپړې او ټولو جزییاتو د پلي کېدا یو ښه فرصت دی. ښاغلي خلیلزاد دا خبرې نن شپه پنجشنبه، ۱۷ د لړم پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي. د دوحې توافقلیک د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو-اترو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ لاسلیک شو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره