د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې د چمن پولیس د شپې له لوري د پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهي او ګواښي يې چې په پرلت کې ګډون و نه کړي. دغه پرلت چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پیل شوی، له تېرو ۵۱ ورځو راهیسې دوام لري. نن د یکشنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) هم د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکې د پرلت په خیمه کې راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو او د شپې له لوري د پرلت والو پر کورونو