سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري نیولی دی. سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۶مه، منلې چې انصاري دوه ورځې مخکې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د « پلخشک» په سیمه کې له دفتره کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو په پېل کې د انصاري له نیول کېدو ناخبري ښودلې؛ خو دوه ورځې وروسته يې د خبريال کورنۍ ته ویلي چې هغه له دغې ډلې سره بندي دی. د یاد خبریال د نیول کېدو لامل نه دی څرګند. پر افغانستان