د افغانستان د خبریالانو مرکز «AFJC» وايي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال په افغانستان کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا د سازمان شویو جرمونو په ترڅ کې ژوند بایللی دی. یاد مرکز جمعه د لړم پر ۱۱مه په یو خپاره کړي بیان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له مجازاتو د معافیت پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې له مجازاتو د معافيت کلتور له کبله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی. همداراز دغه