د خبریالانو نړۍوال فدراسیون «ای اېف جې» وایي، چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ۱۲۲ کارکوونکي په کې وژل شوي دي. د دغه فدراسیون د راپور له مخې، په منځنۍ کچه په هرو درېیو ورځو کې یو خبریال وژل کېږي. د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلېنګي په یوه بیان کې وویل:« زموږ خواخوږي د هغو ۱۲۲ د رسنیو کارکوونکو له کورنیو او دوستانو سره ده چې په ۲۰۲۴ کال کې وژل شوي دي.» دغه فدراسیون دارنګه د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب او د