د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي په قطر کې د دې ډلې له نوي ټاکل شوي سفير سهیل شاهین څخه وغوښتل، چې د نړيوالو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دوی فعالیتونه خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونيسي. طالب وزير ویلي، چې موخه يې «د اسلامي شریعت پلي کول او ټولنيز بدلون راوستل دي.» د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خالد حنفي د خپل کار په دفتر کې له سهيل شاهین سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دغه وزارت رښتیني مالومات