د الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د خپل خبریال د «قتل» قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي. د الجزیرې ټلویزیون خبریال سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په توغندیز برید کې ووژل شو. الجزیرې ویلي چې د اسراییلي پوځ له خوا د توغندیو ډزې د سامر ابو دقه د «مرګونې ټپي کیدو» لامل شوې دي. دغې شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې د نړیوالې حقوقي ډلې او په دې برخه کې د کارپوهانو په ګډون