د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دغې ډلې سره دې تعامل وکړي. حقاني چې چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه د بګرام په اډه کې د طالبانو په لاس د افغانستان د پرځېدو درېیمې کلیزې په مراسمو کې وینا کوله، ادعا کړې چې اوس مهال له دغې ډلې سره د تعامل لپاره زمینه تر بل هر وخت برابره شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جمهوري نطام د پرځېدو کلیزه د دغې ډلې لپاره یوه تاریخي ورځ بللې ده. طالبانو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې د