د اسرائیل او لبنان حزبالله تر منځ د تاوتریخوالي له زياتېدو سره جوخت د مديترانې په سمندر کې د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو مشرانو په منځني ختيځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده. دوی جمعه د اکټوبر پر ۱۱مه په یوه ګډ خپاره کړي بیان کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د اوربند ټينګښت اړین دی. په بیان کې راغلي دي: «د غزې جګړې له پراخېدو وروسته، موږ د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ د پوځي نښتې د زیاتېدو په هکله خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.» د فرانسې، ایټالیا، اسپانیا، یونان او پرتګال مشرانو ټینګار کړی