سیمهییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلهوالو یو سړی خپل کور کې په ډزو ویشتی او وژلی یې دی. سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې ده. د سرچينو د معلوماتو له پر بنسټ، دا سړى محمد سراج نومېده. تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې. په ننګرهار کې د طالبانو مسوولانو هم پېښه منلې ده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي. څو ورځې مخکې هم د دغه ولایت په مرکز جلالاباد