د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په پلازمېنه کې د څه باندې دوه زره جنایي پېښو په تړاو دوه زره او ۱۳۶ کسان نیولي دي. په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دغو قضیو کې «قتل، غلا، د وسلو قاچاق او د شرابو» استعمال شامل دي. هغه زياته کړې، په تېرو شپږو مياشتو کې طالبانو ٥٤٥ عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ۴ زره او ٦٢٨ کيلوګرامه هيرويين او