د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکي په استول شوې عکس کې ویلي، چې د دغه ښار د هوایي ډګر په شاوخوا کې بې پیلوټه الوتکې الوتنې کوي. دغه کس وایي، دا مالومه نه ده چې دغه الوتکې د کوم هېواد دي او د څه لپاره الوتنې کوي؛ خو په خبره یې چې ټوله شپه د دغو الوتکو اوازونو خلک له خوبه اۍستي دي. که څه هم چې طالبانو په دې اړه په څرګنده توګه څه نه دي ویلي؛ خو پخوا ځینو طالب چارواکو منلې وه، چې د افغانستان پر فضایي حریم نور هېوادونه تېری کوي.