له کندهار څخه ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکزي ښار او میوند ولسوالۍ کې د دوو تنو جسدونه موندل شوي. کندهار کې ځایي سرچینو وايي چې لومړۍ پېښه نن دوشنبه، ۱۹ د وږي، سهار وختي شاوخوا پنځه بجې د کندهار ښار اړوند «زاړه ښار» سیمه کې رامنځته شوې او د «سام الدین» په نوم یو ۲۲ کلن ځوان کس وژل شوی دی. سرچینې زیاتوي چې دا ځوان د نامعلومو کسانو له لوري د «رسۍ او خفه کولو» په واسطه وژل شوی او وروسته یې مړی د کندهار زاړه ښار اړوند په شپږمې ناحیې سیمه کې