د جرمني صدراعظم کیېف ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې هېواد به یې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی پاتې شي. اولاف شولڅ همداراز ژمنه وکړه، چې جرمنی به په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرستې ولېږي. دا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د جرمني د صدراعظم دویم سفر دی، چې په یوه حساس وخت کې د جرمني ملاتړ څرګندوي. اوس مهال روسي ځواکونه د نویو سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بري له دغه