د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند جنګیالیو پر موټر د دې جبهې د ځواکونو د برید په پایله کې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي. ازادۍ جبهې د اېکس پر ټولنیزه شبکه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دا برید چهارشنبه د وږي پر ۲۸مه، د شپې مهال د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند میوند واټ ته پرغځيدلي څلوېښت متره سړک شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې د طالبانو دوه نور جنګیالي ټپیان شوي دي. طالبانو تر