د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په حقیقت کې له پاکستانه پر نورو هېوادونو د بریدونو ګواښ شته دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیااحمد تکل، سهشنبه، د زمري پر ۳۰مه، په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دغې ډلې تر واک لاندې له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر د برید د احتمال په تړاو د دراني وروستۍ څرګندونې حقیقت نه لري. د تکل په وینا، دا څرګندونې د طالبانو په هکله د عامه افکارو د مغشوشولو یوه