په ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي، پاکستاني لوري پرون د جمعې په ورځ په یو ناڅاپي ګام کې د هغو ناروغانو مخه ونیوله، چې له ویزې او پاسپورت پرته د درملنې لپاره هغې غاړې ته یې د اوښتو تکل لاره. تر دې وړاندې ګڼو افغان ناروغانو اجازه لرله، چې د پاسپورت او ویزې پرته د پښتونخوا او د پاکستان نورو صوبو ته د درملنې لپاره سفر وکړي؛ خو دا ځلې دغه لارې هم پر هغو بندې شوې. په وروستیو میاشتو کې په دې برخه کې هم څه نا څه بندیزونه لګول شوي وو او یوازې یې په سرطاني او