د ارغواني شنبو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پالیسۍ بدلېدو او د روزا اوتنبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دغې څوکۍ بې پرې استازی وګوماري. په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې پالیسۍ نه یوازې د طالبانو دریځ پیاوړی کړی؛ بلکې په مستقیمه توګه ورسره د ګډوډۍ د زیاتېدو او د ښځو سیسټماټیکه ځپنه هم پراخه شوې ده، چې د افغانستان په زیان ده. د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت