په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف سره جلا جلا لیدنې کړي دي. دغه سفارت د دوشنبې په ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹ پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دغه هېواد سفیر د طالبانو د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د «ښوونیزو فعالیتونو» په اړه خبرې کړي دي. خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دې ناستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. یاد سفارت زیاته کړې چې جنګ اونال