سرچینې وايي چې د کابل-جلالاباد پر لویه لار لغمان ته څېرمه د «بکسې» او «مارسډیس» موټرو د ټکر په ترڅ کې اووه کسانو ژوند بایللی او ۳۳ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، دا پېښه یکشنبه د تلې پر لومړۍ نېټه له غرمې وروسته د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په «کاکڅ» سیمه کې رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، په لومړیو کې د دې پېښې په ترڅ کې یو کس ژوند بایللی او ۳۹ نور ټپیان شوي؛ خو د ننګرهار د ولايتي روغتون ویلي چې د پېښې له ۳۹ ټپيانو څخه شپږ يې دغه روغتون ته