د افغانستان مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تخار کې د دوی ځواکونو پر طالبانو برید کړی او د دغې ډلې یو جنګیالی یې وژلی دی. یادې جبهې شنبه د تلې پر ۲۸مه د اېکسپاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا برید په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی. د بیان پر بنسټ، په دې برید کې درې طالب وسلهوال ټپیان شوي هم دي. په بیان څرګنده شوې ده: «دغه برید د دښمن په هغه کاروان چې د طالبانو د عمري قول اردو د پنځمې لوا اړوند وو، ترسره